د سرپل ولایت ځايي چارواکي وایي وسله والو طالبانو د سرپل پر څو سیمو بریدونه کړي دي او ددغه ولایت مرکز یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړی دی.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، وسله والو طالبانو څو ورځي وړاندې د صیاد ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او هلته یې ۲۱ افغان سرتیري ووژل.
دده په وینا دمګړی د سرپل مرکز له سخت ګواښ سره مخ دی او که مرستي ور و نه رسیږي نو ښايي سقوط وکړي.
د اماني په وینا مرکز ته یې په دې اړه خبر ورکړی دی، مرستندویه ځواکونه یې ترې غوښتي دي، خو دوی یې تر اوسه غوښتني ته جواب نه دی ویلی.
کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون