ټرمپ: روسیه او پاکستان دي په امریکا کي د ځان بوختولو پر ځای په افغانستان کي د ترهګرۍ ضد مبارزه کي مرسته وکړي

نوموړي د افغان جګړې په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کي ویلي چي پاکستان او روسیه له امریکا سره بوخت دي او دلته په امریکا کي جګړه کوي.

دده په وینا دوی ته په کار ده، چي ددې بوختیا پر ځای په افغانستان کي د ترهګرو پر خلاف جګړه وکړي.

نوموړي ویلي چي روسیه او پاکستان د افغانستان په مسئله کي ښکیل دي نو ښه به وي چي هلته د ثبات په راوستو کي فعال رول ادا کړي.

هغه همدا راز ویلي چي د شوروي اتحاد له افغانستان مات سو نو روسیې ته په کار ده، چي په دغه هیواد کي د جګړو ختمولو لپاره هر اړخیزه هڅه وکړي.

ټرمپ د امریکا د پخواني دفاع وزیر جیمز متیس په اړه هم ویلي، چي هغه د افغانستان جګړه سمه نه سمبالوله.

دده په خبره متیس د امریکا لپاره هیڅ راز لاس ته راوړنه نه لري او د افغانستان جګړه یې سمه نه ده سمبال کړي.

ټرمپ همدا راز له خپلو ځواکونو غوښتي چي داعش او طالبان پخپلو کي جګړو ته سره پرېږدي.

دده په خبره طالبان او داعش دواړه د امریکا دښمنان دي نو دوی دې پرېښودل سي چي پخپلو کي سره وجنګیږي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...