امریکايي چارواکي: په افغانستان کي به یوازي د امریکايي پوځ یرغليزي قطعي پاته کیږي

 امريکايۍ مېليټري ان لاين خپروني ته د نامه نه ښودو په شرط د امريکا يوه پوځي چارواکي ویلي، پنټاګون دا تکل لري چي خپل نيمايي سرتیري له افغانستان وباسي خو پر طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو د بريدونو د دوام لپاره به د ځانگړو عملياتو يرغليزي قطعې په دغه هېواد کي پاته وي. د خپروني په وينا امريکايي چارواکي زړه نه ښه کوي چي له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو د پلان په تړاو خبري وکړي خو ځينو سرچينو چي له دغې تگلارې خبري دي میلېټري انلاين ته ويلي، جنرال میلر پلان لري په راتلونکو اتو مياشتو يا يوه کال کي ٧٠٠٠ سرتیري له افغانستان وباسي.
جنرال مېلر بیا تر دې وړاندي ويلي وو، چي د سرتیرو د ايستلو رسمي غوښتنه ترې نه ده سوې او پنټاګون هم وایي پر داسي یوه پلان کار نه دی روان.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...