ټرمپ وایي، مودي په دې ویاړي چي په افغانستان کي یې یو کتابتون جوړ کړی دی

د امریکا ولسمشر د افغانستان په اړه په وروستیو څرګندونو کي ویلي، چي افغانستان د سیمي د هیوادونو همکاریو ته اړتیا لري.

ټرمپ په خپلو خبرو کي هند د لومړي وزیر نریندرا مودي ځیني مرستي مسخره کړي دي. دده په خبره د هند له لومړي وزیر سره یې لیدلي وو او هغه هره شېبه ورته ویلي چي په افغانستان کې یې کتابتون جوړ کړی دی.

دده په وینا مودي هره شیبه دا خبر تر غوږ راتیروله، چي په افغانستان کي مي کتابتون جوړ کړی، خو دا زموږ د پنځو ساعتونو کار دی.

ټرمپ ویلي خدای خبر په افغانستان کي به دغه کتابتون ته څوک ورځي کنه، خو مودي ورباندې ویاړي. ټرمپ ویلي چي دوی په افغانستان کي میلیاردونه ډالر لګوي او ددغه هېواد په بیا رغونه کي برخه اخلي. تر دې وړاندي بیا ټرمپ هند د افغانستان ښه ملګری بللی و او له مودي یې غوښتي وو، چي له افغانستان سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...