ټرمپ یو ځل بیا د ځواکونو د ایستلو له پریکړي دفاع کړې ده

 ټرمپ له سوريې د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو له خپلي پرېکړې دفاع کړې ده.
نوموړي تېره اونۍ پرېکړه وکړه، چي له سوریې به خپل ټول ځواکونه وباسي.
ده ویلي وو، چي په سوریه کي داعش ډله ماته سوې ده نو اړتیا نسته چي امریکايي ځواکونه هلته حضور ولري.
ټرمپ نن بیا په یوه ټوېټ کي لیکلي، چي دده پرېکړه قانوني ده.
د ټرمپ په وینا د امریکا ځواکونه یوازي د ۳ میاشتو لپاره سوریې ته تللي وو، خو هلته یې پوره ۷ کاله تیر کړل.
هغه ویلي نو اوس یې پرېکړه کړې چي خپل ځواکونه له دغه هېواد وباسي.
ټرمپ زیاته کړې چي په سیمه کي دداعش پاته کسان، د سیمي د هیوادونو له لوري ختمیدلای سي نو د امریکايي ځواکونو حضور ته اړتیا نه لیدل کیږي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...