یو شمیر کسانو د کندهار د شکایاتوکمېسیون مخي ته داعتراض په ډول وویل چي یاد کمېسیون دي د دوی د کار پوره پيسي ورکړي.
د شکایاتو کمېسیون کارکوونکي وايي،په لومړۍ ورځ ورسره د ۱۳ زره افغانیو قراردار سوي خو اوس مهال یاد کمیسیون کارکوونکو ته یوازي اوه زره افغانۍ ورکوي.
وموغوښتل په دې اړه په کندهار کي د ټاکنو د شکایاتوکمېسیون نظر هم واخلو خو د یا کمېسیون کارکوونکو له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون