د ټاکنو کمیسیون او ارګ ترمنځ تازه ناندرۍ رامنځ ته سوي دي

د ولسمشر دویم مرستیال د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ویلي، که په راتلونکي پسرلي کي د ولسمشرۍ له ټاکنو سره یوځای په غزني کي د ولسي جرګي او په ټول هېواد کي د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکني یوځای نه سي ترسره کولای، حکومت ته دې خپل دلایل وړاندي کړي.

تر دې وړاندي افغان حکومت د ټاکنو له خپلواک کمیسون غوښتنه کړې وه چي یادې ټاکني دې ټولي یوځای ترسره کړي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ټاکنو پر کمیسیون نیوکه کړې چي د کمزوري مدیریت له کبله یې تر اوسه د ولسي جرګي د تېرو ټاکنو لومړنۍ پایلي په بشپړه ډول نه دي اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال ویاند عزیز ابراهیمي د سرور دانش د نیوکي په جواب کي ویلي، امکاناتو ته په کتو د څلورو واړو ټاکنو یو ځای تر سره کول، د دغه کمیسیون له توانه وتلي خبره ده.

خو د ولسمشردویم مرستیال وايي، که په راتلوونکي پسرلي کي څلور واړه ټاکني یو ځای تر سره نه سي، په وینا یې قانوني ستونزه رامنځته کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...