د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پریکړي له مخي نن یکشنبه د مرغومي پر ۲مه د نورو ولایتونو د پایلو په تعقیب د ننګرهار ولایت د ولسي جرګي په ټاکنو کي بریالي سوي نوماندان هم اعلان سول.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري په خپره سوې خبر پاڼه کي د ننګرهار ولایت د ولسي جرګې په ټاکنو کي د بریالي سوو کسانو لیست خپور سوی دي.
د دې اعلامیې له مخي د ننګرهار ولایت د ولسي جرګي په ټاکنو کي عبدالکریم کریمی: ۱۰۵۸۵، فریدون خان مومند: ۷۷۲۱، عبدالروف شپون: ۷۳۴۲، امیر محمد یار: ۷۱۹۸، میرویس یاسینی: ۶۶۹۸، الحاج حضرت علی: ۶۴۵۲، نبی الله باز: ۶۳۰۹، عبدالناصر مومند: ۶۰۰۸، ابرارالله مراد: ۵۵۰۴، داکتر لعل محمد درانی: ۵۴۲۰، ارین یون: ۴۴۴۴، بی بی حاجی لیلما ولی حکیمی: ۳۲۵۳، او ډیوه نیازۍ: د ۱۶۸۸ رایو په ګټلو سره د بریالي نوماندانو په توګه اعلان سوي دي.
دا په داسي حال کي دی چي د ولسي جرګې د ټاکنو له ترسره کیدو څخه شاوخوا دوه میاشتي تیریږي خو د دغو ټاکنو ټولي پایلي لا نه دي اعلان سوې په ورته وخت کي پرون د مرغومي پر لومړۍ نیټه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکني لړۍ هم پیل کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون