د ننګرهار سرحدي ځواکونو داسي وسلې نیولي چي له پاکستانه را قاچاق سوي وې

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر پرون شنبه وویل چي سرحدي ځواکونو ۵۱ میله مختلفي وسلي او شپږ تنه قاچاق وړونکي نیولي دي.

په ختیځو ولایتونو کې د سرحدي ځواکونو د قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل په حواله ویل سوي چي دا وسلي او مشکوک کسان د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کي نیول سوي دي.

جنرال حسین خېل ویلي چي وسلې غالباً له پاکستانه د هغو وسله والو طالبانو لپاره ور استول سوي وې چي په ننګرهار او نورو ولایتونو کي جنګیږي.

په مومند درې ولسوالۍ کي څو ورځې مخکي هم امنیتي ځواکونو وسلې موندلي وې.

مومند دره له پاکستان سره پر پوله پرته ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...