ټرمپ وایي ګومان نه کوي، چي شمالي کوریا دي خپل اټومي فعالیتونه له سره پيل کړي وي.
په دې وروستیو کي په رسنیو کي داسي راپورونه خپاره سول، چي له امریکا سره تر ناکام خبرو وروسته، کیم جونګ اون د اټومي کوپړیو لېږدوونکو توغندیو د جوړلو امر ورکړی دی. خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کيویلي، ګومان نه کوي، چي کیم جونګ اون دې له سته هوکړو سرغړونه وکړي.
دده په خبره له کیم سره ښې اړیکي لري او لا هم خبرو ته هیله مندي سته ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د شمالي کوریا د اټومي فعالیتونو په اړه معلومات نه ورکوي، خو وایي د بلي لیدني او مذاکراتو لپاره هڅي رواني دي. د امریکا کانګرس هم وایي، چي د بهرنیو چارو وزارت باید له شمالي کوریا سره سته ستونزي حل فصل کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون