د افغانستان ولسمشر په کندهار کي له سېلاب ځپلو کورنیو سره ۷۰ ميلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه

ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه د مارچ په نهمه کندهار ته ولاړ.

هغه په کندهار کي د وینا پرمهال وویل:

“د هر شهید کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ، د هر زخمي کورنۍ ته به ۲۰ زره افغانۍ اهدا سي، هرې کورنۍ ته چي کور یې چپه سوی ۱۵ زره افغانۍ او هر کور ته چي خساره یې لېدلې ۷ زره افغانۍ ورکړئ، دا ټولې اویا ميلیونه افغانۍ کېږي.

د کندهار والي حیات الله حیات ویلي چي هلته د سېلابونو له امله ۲۶ تنه مړه او ۷۳ تنه زخمیان سوي دي.

د کندهار والي ویلي چي سېلاب ۲۰۰۰ څاروي وړي او ۷۳۶۰ کورنیو ته نور مالي تاوانونه رسیدلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...