د اوبو په ډیریدو ښایي د نشه يي توکو کښت هم ډیر سي

ښايي د اوبو په ډېرېدو سره په هېواد کي د نشه يي توکو په کښت کي بیا ډېروالی راسي.

د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې وزارت وایي، روان کال د تیر کال په پرتله د نشه يي توکو په تولید او کښت کي ۲۹ سلنه کموالی راغلی و.

ددغه وزارت د چارواکو په وینا دا یو طبعي کموالی و، چي د اوبو د کمښت له امله رامنځ ته سوی، خو که اوبه ډیري سي ښایي د نشه يي توکو په کښت کي ډېروالی راسي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د سروې ریاست ریٔس نجیب الله احمدي وایي، دوی هڅه کوي چي دغه طبعي کموالی یا پر خپل حال وساتي او یا تر دې هم د نشه يي توکو په کښت کي کموالی رامنځ ته کړي.

دده په خبره دوی د نشه يي توکو د کښت پر وړاندي د مبارزې لپاره پلانونه طرحه کړي دي چي راتلونکی کال به یې عملي کړي. احمدي زیاته کړې چي له کورنیو چارو وزارت سره په یو ځای کېدو به دغه پلانونه لا ښه عملي کړای سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...