د ملکي هوايي چلند ملي ادارې يو ځل بيا ويلي چي ، دوی هڅي کړې دي او تر سبا ورځي یعني د مارچ تر ۱۱مي به هندوستان ته د پاکستان له لارې پروازونه بېرته پيل سي.
له هغه وروسته چي د هند او پاکستان ترمنځ اړیکي ترینګلي سوې، نو پاکستان خپله فضا د افغانستان هند ترمنځ د تلونکو راتلونکو الوتکو پر مخ وتړله.
له دې امله سلګونه خلک دواړو لورو ته بند پاته سول او د الوتکو د ټکټونو بیه دوه برابره لوړه سوه.
د ملکي هوایي چلند ملي اداره وایي، چي ډېر ژر به دغه پروازونه بېرته پیل سي او د خلکو ستونزي به حل کړل سي. دمګړی هند ته تلونکي الوتکي د ایران له خاوري تیریږي چي تر څنګ یې ګڼو شرکتونو خپل پروازونه درولي هم دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون