د پاکستان د رېل پټلیو اداره وایي، له ګاونډیو هېوادونو سره تر خبرو وروسته دې پایلي ته رسیدلي، چي د پاکستان پټلۍ ته پراختیا ورکړل سي او ګاونډي هېوادونه هم پکښي شریک کړل سي.
د پاکستاني حکومت په خبره په دې وروستیو کي عمران خان، د ترکیې، ایران او روسیې له چارواکو سره خبري کړي دي او ډېر ژر به دې هوکړې ته ورسېږي چې افغانستان، ترکیه، روسیه، ایران او پاکستان د یوې پټلۍ په وسیله سره وصل کړي.
دده په خبره په دې توګه به په سیمه کي د سولي، اقتصادي ودې، همکارۍ او سوداګریزي پراختیا زمینه برابره کړل سي. پاکستان داسي مهال دغه څرګندوني کوي چي په سوداګریزه برخه کي د افغانستان په ګډون له ډیری ګاونډیانو سره ښي اړیکي نه لري، چي له همدې امله دغه هېواد له ترینګلي اقتصادي وضعیت سره مخ دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون