ټرمپ ګواښ کړی چي د ترکیې اقتصاد به له منځه یوسي

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي له سوریې د امریکايي ځواکونو وتل پيل کېږي خو د امریکا متحد کردان باید په سیمه کي خوندي وي. دده په خبره که ترکیه ددې هڅه وکړي چي په سوریه کي دداعش ضد جنګیدونکي کوردان له منځه یوسي نو امریکا به د ترکیې اقتصاد له منځه یوسي. هغه په کردانو هم غږ کړی چي د ترکیې د حکومت ضد فعالیتونه ودروي او تحریکوونکي اقدامات ترسره نه کړي. ټرمپ همدا راز ویلي چي د داعش ضد مبارزه کي د امریکا له هڅو تر ډېره ایران او روسیې ګټه کړې ده. دده په وینا امریکا دداعش پر ضد جګړه کوله، خو دغه ډله تر امریکا د ایران او روسیې ډېره دښمنه وه، نو ځکه د امریکا له جګړو ایران او روسیې ګټه کړې ده.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...