افغان حکومت د سولي په برخه کي د ازبکستان له هڅو مننه کړې ده. د راپورونو له مخي د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د سمرقند په غونډه کي له خپلو ترکمنستاني او ازبکستاني سیالانو سره کتلي دي. ددغه وزارت له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي رباني د سولي په برخه کي د ازبکستان له ابتکاري رول مننه کړې ده او له دغه هېواد یې غوښتي چي په دې برخه کي خپلي هڅي ډیري کړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف هم په دې لیدنه کي ویلي چي هېواد یې په افغانستان کي سولې ته ژمن دی او په دې برخه کي به خپلي هڅي نه سپموي. رباني همدا راز له ازبکستاني لوري غوښتي چي افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو په ورکړي دوی ته زده کړو او پرمختګ زمینه برابره کړي. ازبکستاني اړخ ژمنه کړې چي په بېلو برخو کي به له افغانستان سره خپلي همکارۍ ډېروي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون