د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سولي د هڅو په دوام چين ته تللى دى

 خليلزاد پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چي په بيجینګ کي د چين له چارواکو سره پر افغان سولي او نورو موضوعاتو خبري کوي. هغه هيله څرګنده کړې چي له چين سره پر افغان سولي به په ګډه کار وکړي. چين ته تر روانېدو مخکي ډاکتر زلمي خليلزاد په متحده عربي اماراتو کي د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار له ډاکتر حمدالله محب سره او په اسلام اباد کي له افغان سفير لطف الله مشعل سره جلا جلا ليدلي دي.

نوموړي د دې ليدنو جزئيات نه دي خپاره کړي.

خليلزاد هند ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزيري سره پر افغان سولي خبري کړي وې. په دې وروستيو کي د افغان سولي په تړاو هڅي چټکي سوي دي. خليلزاد له هند وروسته چين ته تللى او له هغه وروسته به افغانستان ته راځي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...