ددغه وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي وايي دوی هر کال له ۲۰ تر ۳۰ زره پوري ښوونکي پر دندو ګوماري خو لا هم تر ۷۰ زره پوري ښوونکو ته اړتیا لري.
هغه هیله څرګنده کړې چي د یاد شمیر ښوونکو په ګومارلو سره به د ښووني او روزني بهیر لا اغېزناک او ګټور سي.
د بلخي په خبره دمګړی په افغانستان کي شاوخوا ۱۷۵۰۰ ښوونځي، ۱۵۰۰۰۰ ښوونکي او شاوخوا ۱۰ میلیونه زده کوونکي سته چي ۳۶سلنه یې انجوني دي. ملګري ملتونه بیا وايي د بېلا بېلو دلایلو له امله شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان په افغانستان کي ښوونځیو ته له تګ محروم دي. د پوهني وزارت چارواکي وايي دا مهال د هیواد په نا امنه سیمو کي شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي تړلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون