قطر او امریکا د افغان سولي په اړه خبري کړي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو قطر ته تللی دی او هلته یې له خپل قطري سیال سره کتلي دي. دواړو لورو د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولي په اړه هم خبري کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کي وویل، امریکا له قطر سره د ښو اړیکو لرل غواړي او په دې برخه کي به هڅه کوي. هغه زیاته کړې چي امریکا له قطري چارواکو سره همدا راز پر افغان سوله هم خبري کړي دي او دوحې ژمنه کړې چي په دې برخه کي به هیڅ راز همکاري نه سپموي. پمپیو په دې سفر کي له قطر مننه کړې چي د ترهګرۍ ضد مبارزه کي یې له امریکا سره مرستي کړي دي او لا هم ددغه هیواد سلګونه سرتیري په قطر کي اوسي. دغه لوړپوړي امریکايي ديپلومات ویلي چي ددوه اړخیزو اړیکو د لا ښه کولو لپاره به خپلي هڅي ډیروي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...