د ملي امنیت شورا سلاکار د افغان سولي په اړه له عرب چارواکو سره خبري کوي

 د ملي امنیت شورا وايي، حمدالله محب سیمي ته د خپل سفر په لړ کي غواړي د افغان سولي په اړه اجماع قوي کړي. د سرچینې په خبره هغه د همدې سفرونو په لړ کي له چین وروسته سعودي عربستان ته ځي او هلته به له عرب چارواکو سره د افغان سولي په اړه خبري کوي.

د ملي امنیت شورا ویاند طارق آرین ویلي، محب به هڅه وکړي چي پر طالبانو نفوذ لرونکي هېوادونه وهڅوي، څو طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي. حمد الله محب هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چي سفرونه یې له مثبتو پیغامونو او لاس ته راوړنو ډک دي او هیله یې څرګنده کړې چي له عرب چارواکو سره هم پر مهمو مسایلو هوکړي ته ورسیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...