نتانیاهو: سوریه کي مو د ایراني وسلو زیرمي په نښه کړي

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وایي چي د اسراییل پوځ وړمه ورځ په سوریه کي د ایران د وسلو پر زیرمو هوایي بریدونه کړي دي.

د هغه د دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي هوایي ځواکونو ۳۶ساعته مخکي د دمشق په هوایي ډګر کي د ایران د وسلو او تجهیزاتو ډیپوګان په نښه کړي دي. هغه زیاته کړې، دغه وروستي بریدونه د دې ښکارندویي کوي چي دوی له پخوا ډېر په سوریه کي د ایران د کړو وړو پر وړاندي هغسي چي ژمنه یې کړې وه قاطع دي. په سوریه کي د اسراییل د ښکیلتیا په اړه د نتانیاهو دغه څرګندوني په عام محضر کي ډېره سابقه نه لري. د سوریې دولتي رسنیو ویلي چي د اسراییل جنګي الوتکو د جمعې په ورځ ددمشق پر هوایي ډګر څو میزاییل توغولي چي ډېری یې د سوریې د هوایي ځواکونو له خوا شنډ سوي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...