طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چي د دې ډلي پخوانی لوړپوړی چارواکی او د یادي ډلي پخواني مشر ملا عمر ته نږدې کس ملا عبدالغني برادر قطر ته تللی دی.
رسنیو طالبانو ته د نږدې سرچینو له قوله ویلي، تر اوسه د یادې ډلي سیاسي دفتر د نوموړي د رول په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چي ډېر ژر به په دې اړه پرېکړه وکړي.
ملا برادر چي په پاکستان کي له ډیري مودې راهیسي بندي و، د رسنیو د راپورونو له مخي د امریکا په غوښتنه له زندانه ازاد سوی دی.
نوموړی وروسته تر هغه له بنده ازاد سو چي د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په همدې موخه سیمې ته لومړی سفر پیل کړ. په ورته وخت کي د سولي عالي شورا بیا د سولي برخه کې د ملا برادر رول خورا مهم بولي او پر طالبانو یې ږغ کړی دی چي هر څومره ژر کېدای سي له افغان حکومت سره د سولي خبرو ته حاضر سي. خو طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی دی او ویلي یې دي، دوی چي څو پوري له امریکایي لوري سره خبره سپینه نه کړي له افغان حکومت سره خبرو ته نه کښېني.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون