د ایراني پوځ یوه الوتکه په کرج ښار کي لویدلې ده

د راپورونو له مخي دغه الوتکي د ایران پوځ ته غوښه لیږدوله چي د کرج ښار هوايي ډګر ته نږدې لوېدلې ده. په دغه الوتکه کي لس کسه سپاره وو، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل سوي. ایراني رسنۍ وایي چي دغه بوینګ ۷۰۷ الوتکه د ناستې پر مهال لومړی د هوايي ډګر له یوه دېواله سره لګیدلي ده او وروسته هوايي ډګر ته نږدې د استوګنې په یوه ښارګوټي کي لوېدلې ده. الوتکي اور اخیستی دی خو ژغورونکي ټیمونه د پیښي ساحې ته رسېدلي دي. ایراني حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...