ټاکل سوې ده چي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا دوشنبه په اسیا کپ سیالیو کي په لومړنۍ لوبه کي له سریلانکا سره مخامخ سي

 د شپږو غوره اسیايي لوبډلو په ګډون د اسیا کپ سیالۍ پرون شنبي د سریلانکا او بنګله دیش د ټیمونو په سیالۍ پیل سوې.

بنګله دېش دا سیالي په ۱۳۷ منډو وګټله.

افغانستان له سریلانکا او بنګله دېش سره په بي ګروپ کي دی او هند، پاکستان او هانکانګ په اې ګروپ کي لوبېږي.

د هر ګروپ دوه مخکښي لوبډلي بل پړاو یا منځلوبو ته وځي.

دا مسابقي د متحده عربي اماراتو په دُبۍ کي کېږي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...