چارواکي وایي، د امریکا د تګزاس ایالت د ګمرک او پولو د خوندیتوب ادارې یو افسر د څلورو ښځو په وژلو او پنځمي د برمته کولو په تور نیول سوی دی

 

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخي مارتین کوئلار چي د پولیس یو مقام دی، په یوه خبري غونډه کي یې ویلي چي خوان دیوید اورتیز د شنبي د ورځي په سر کي ونیول سو.

 

د «وب کاونتي» سیمي وکیل اسیدرو آلانیز ویلي چي د دې پېښي د علت په اړه تحقیقات دوام لري.

 

خو آلانیز، اورتیز یو قاتل بللی او ویلي یې دي چي ټولو وژل سویو ښځو د روسپي «بدلمنو» په توګه کار کاوه.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...