ولسمشر په اسيايي سياليو کي بريالي لوبغاړي په نقدي جايزو ونازول

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، هغو افغان لوبغاړو ته نقدي جايزې ورکړې، چي د ترکمنستان له اسيايي سياليو يې مډالونه ګټلي وه.

ارګ ماڼۍ په دې اړه په يوه بيان کي ويلي دي، چي ولسمشر د تلي/مېزان پر ۱۱مه د لوبغاړو سره وکتل او وروسته يې لوبغاړو ته نقدي جايزې او ستاينليکونه هم ورکړل. د اسيايي هيوادونو صالون دننه سيالۍ د سپټمبر په ۱۴ پيل او په ۲۷ پای ته ورسېدې. له دې لوبو څخه حسين بخش صفري د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. يوه افغان لوبغاړي د سپينو زرو مډال په غاړه کړ او لسو نورو يې د برنزو مډالونه ترلاسه کړل، چي له مخي يې افغان ټيم د ۶۲ اسيايي هيوادونو تر منځ ۲۶مقام خپل کړ.

افغان ولسمشر له دغو لوبغاړو سره مخکي له مخکي ژمنه کړې وه، چي د اسيا له سياليو د مډال په ګټلو سره به د طلا مډال راوړونکي ته لس زره ډالره، د نقره يي مډال ګټونکي ته پنځه زره ډالره او د برنزو مډال ګټونکي ته به درې زره ډالره جايزه ورکوي.

 

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...