عظيمي: ډېر ژر به د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د عملي چارو تړون لاسليک سي

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، چي د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په غونډه کي ددغي پروژې په پرمختګونو، راتلونکو پلانونو او همغږۍ خبري شوي دي.

ددغه وزارت مرستيال عبدالبصير عظيمي وويل، چي دغه غونډه تېره يکشنبه په دوبۍ کي د افغانستان په کوربه توب جوړه شوې وه، چي پکي د افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او پاکستان د اوبو او انرژۍ وزيرانو ګډون کړی و.

نوموړي وايي، افغانستان چمتو دی، چي ددغي پروژې عملي کارونه پيل کړي، خو په خبره يې چي ددغي پروژې اړوند کارونه د نورو هيوادونو په کارونو پوري تړلي دي.

ښاغلي عظيمي وايي، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د عملي چارو تړون به ډېر ژر لاسليک سي. افغانستان به ددغي پروژې له برېښنا څخه د ګټي اخيستني ترڅنګ، هرکال کي ۴۵ ميليونه ډالره د برېښنا د ټرانزيټ له پلوه هم عايد ولري. ټاکل سوې ده، چي د کاسا زر پروژې له لاري، له تاجکستان او قرغزستان نه افغانستان او بيا پاکستان ته ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا انتقال شي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...