په افغانستان، ملګرو ملتونو او عراق کي د امریکا پخواني سفیر زلمی خلیلزاد پر اسلام اباد د احتمالي بندیزونو په اړه وايې، چي د پاکستان د پوځ او «ای. ایس. ای» هغه کسان به چي د افغانستان پرضد کار کوي په تور لېست کې شامل سي چي نه به دوی او نه به د دوی د کورنۍ غړي امریکا ته سفر کولای سي، همداراز که چېري دغه کسان په امریکا کي په بانکونو کې پیسې لري، پیسې به یې کنګل سي.
زلمی خلیلزاد چې د امریکا د حاکم ګوند جمهوري غوښتونکو مخکښ غړی دی، زیاتوي چي د ناټو د دوستانو له لېست څخه به هم پاکستان وایستل سي، امریکا به پر ټولې پوځي مرستې بندې کړې، هر کال چې واشنګټن پاکستان ته د اموالو د انتقال لپاره پیسي ورکوي هغه به هم پرې قطع سي.
د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو د ولسمشر ټرمپ خبرې غندلې دي او پرون په اداري فساد تورن سوي پخواني صدراعظم نواز شریف پر نوي صدراعظم ږغ وکړ چې حل لاره پیدا کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون