د افغان ځواکونو د تهاجمي عملیاتو د شدت په اړه په منځني ختیځ کي د امریکايې ځواکونو د ارشد قوماندان له څرګندونو یوه ورځ وروسته د افغانستان دفاع وزارت وايې، چې د افغان ځواکونو ډېری عملیات تهاجمي دي.
د یاد وزارت ویاند دولت: ((د راتلونکي پسرلي فصل به د افغان ځواکونو د ستونزو د ختمېدو او وسله والو مخالفینو ته د ماتې فصل وي، په دې عملیاتو کې تهاجمي جګړې او هوايي حملې شاملې دي چې په ټول هېواد کې د افغان ځواکونو له خوا پر مخ وړل کېږي)).
دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې د امریکايې ځواکونو قوماندان جنرال جوزیف په روان ژمي کې د وسله والو مخالفینو او نورو ترورېستي ډلو پر وړاندې د افغان ځواکونو د تهاجمي عملیاتو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده.
دې امریکايي جنرال له دې وړاندي بیا ویلي چې امریکا غواړي د افغان جګړې لوری بدل او په دغه هېواد کې د جګړې روان حالت مات کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون