په جوزجان ولایت کي ۱۵۰ داعیش وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

د دغه ولایت امنیه قوماندان وايي، چې د درزاب ولسوالۍ وضعیت ارام دی او د ده په خبره، دښمن د تېښتې په حال کې دی.

نوموړی د تلفاتو په اړه وایي، څه باندې ۲۶ تنه چي د داعش لوړ پوړي کسان دي، لکه د دوی په وینا د محکمې رئیس یې او هم پوځي قوماندانان وژل سوي دي او ۲۸ نور ټپیان دي.

د دې ولايت د درزاب ولسوالۍ په سردره او اولقاني کلیو کې د دوشنبې په ورځ هوایي عملیات پیل سوي چي د ښاغلي جوزجاني په خبره، ډېر ژر به هلته ځمکني عملیات هم ترسره کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...