په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر- غلام علي خوشرو

په ملګرو ملتونو کي د ایران سفیر امریکا تورنه کړې چي د ایران په داخلي چارو کي لاسوهنه کوي

غلام علي خوشرو پرون ناوخته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک استولی او امریکا یې تورنه کړې چې د ده په خبره پې د مظاهره چیانو د ملاتړ په نوم د ایران په کورنیو چارو کې مداخله کوي، نړیوال قوانین او د ملګرو ملتونو طرزالعملونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

د امریکا ولسمشر د ایران مظاهره چیانو ته په ټویټر لیکلي چې امریکا به په یوه مناسب وخت کې له تاسو کلک ملاتړ وکړي.

په ایران کې له تېرې پنجشنبې مظاهرې پیل شوي او پکښې د رژیم او مذهبي مشر پر ضد شعار ورکول کېږي.

تر اوسه پورې له پولیسو سره په اخ او ډب کې ۲۲ تنه وژل سوي او همدا مسئله د دې لامل سوه چې امریکا د ایران د دغه کړکېچ په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې بېړنۍ غونډې د ور بللو غوښتنه کړې ده.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...