هند د نیوزیلنډ څخه په لومړۍ شل اوریزه لوبه کي سخته ماته وخوړل

د نیوزېلینډ او هندوستان کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د نیوزېلینډ په کوربتوب د ۳ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه یې لومړۍ لوبه نن چهارشنبه ترسره سوه، چي نیوزېلینډ په ۸۰ منډو توپير هندوستان ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي لومړی توپ وهنه نیوزېلینډ وکړه، نیوزېلینډ په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره هند ته د ۲۲۰ منډو هدف وټاکی.
کله چي د هند لوبغاړي د توپ وهني لپاره میدان ته کښته سول ټول لوبغاړي یې د لوبي په ۱۹،۲ آورونو کي د ۱۳۹ منډو په کولو سره وسوځیدل او په دې سره یې په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي د نیوزېلینډ څخه په ۸۰ منډو توپير سخته ماته وخوړه.
ددې دوو هیوادونو ترمنځ دوهمه شل آوریزه لوبه د راتلونکي جمعې په ورځ او دریمه شل آوریزه لوبه یې بیا راتلونکې یکشنبه ترسره کیږي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...