د انګلستان په پريمييرلیګ کي لیورپول د ویسټهام یونایټیډ سره لوبه مساوي کړه

خبریال: اسدالله نوري
د انګلستان د پرېمييرلیګ یا EPL د (۲۵مي) اونۍ آخیري لوبه د وېسټهام او لېورپول تر مینځ وه، چي ۱ پر ۱ سره مساوي سوه.
لوبه د وېسټهام په کوربه توب د دوی په (لندن) سټوډیوم کي وه، چي په ۲۲مه دقیقه کي د لېورپول (سادیو مانې) یو ښه ګول ولګوی او لوبه ئې ۱ پر صفر کړه، خو تر ده (۶) دقیقې وروسته د وېسټهام (ميشېل انټونیو) هم یو ګول لېورپول ته ورکی او لوبه ئې ۱ پر ۱ مساوي کړه.
داسي فکر کېدئ، چي لېورپول به لوبه وګټي، ځکه (۷۴٪) فیصده ئې په واک کي وه، خو دا چي د وېسټهام دفاع ډېره زوروره وه، نو ځکه په لوبه کي بل ګول و نه لګېدی او لوبه د (۵۹،۹۰۳) مینه والو په موجودیت کي مساوي خلاصه سوه.
تر دې مساوي وروسته لېورپول بیا هم د پريمييرلیګ د جدول په اول مقام کي (۶۲) نمرې لري او د دوهم مقام مانچیسټرسیټي څخه درې نمرې لوړ دي او وېسټهام په (۱۲) مقام کي (۳۲) نمرې لري.
د یادوني وړ ده، چي لېورپول د (۱۹۸۸م) کال را وروسته اول واری دئ، چي تر (۲۵) لوبو وروسته (۶۲) نمرې ګټي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...