هند د اریرلینډ څخه لومړۍ شل اوریزه لوبه وګټل

د ایرلینډ په کوربه توب د هندوستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کي هندۍ لوبډلي ایرلینډ څخه په خپل کور کي په لوړ توپیر سره بریا خپله کړه.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ایرلینډ په دوبلین ښار کي دوه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ پلان سوې دي، چي لومړۍ لوبه یې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلي په ګټه پای ته ورسیده.

په دې لومړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کي هندۍ لوبډلي د پیلیزو لوبغاړو روهیت شرما د ۹۷ او شیکر ډاون د ۷۴ منډو پرمټ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ټولې ۲۰۶ منډې جوړې کړې.

ایرلینډۍ لوبډلې د لوبې ځوابي پیل کې د هندي بالرانو خلاف ښه ونکړ او د لوبې تر پایه پورې یې یواځې ۱۳۲ منډې جوړې کړې.

په دې لومړۍ سیالۍ کي هندۍ لوبډلي د ۷۴ منډو په لوړ توپیر سره ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلي ته ماته ورکړه.

 

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...