راپور: غلام فاروق رسولي
د بهرنی هیوادونو سره هوایي دهلیزونه د افغان تازه میوو او توکو د پلورلو او بازارموندي په موخه مخ پر ډیریدو دي، خو د سوداګریو خونو مسٔولینو په خبره معیاري بسته بندۍ او سړې خونو نه شتون له کبله دومره ګټور نه دي تمام سوي.
هوایی دهلیزونه چي پیل یې د هندوستان هیواد څخه وسو، وس دې دهلیزونو له برکته د هیواد د درو ولایتونو لکه کابل، کندهار او هرات څخه سلګونه ټنه میوې او توکي و څو هیوادونو ته صادریږی.
د هیواد د سوداګریو خونو چارواکي، هر څو دا دهلیزونه ګټور بولي خو په خبره یې د ستندر بسته بندۍ او سړو خونو نه شتون له کبله د ستونزو سره مخ سوی دي.
ښاغلی خانجان الکوزی چي تیره ورځ په هرات کي د پانګوالو سره په ناسته کي خبري کولې زیاته یې کړه، دا دهلیزونه چي میلیونونه ډالره پانګونه پر سوې د کروندګر د ملاتړ په موخه جوړ سوي ترڅو توکي یې په ښه بیه و پلورل سي خو په خبره یې په خصوصي سکټور کي د ستونزو له کبله حکومت خپل دا موخي ته هم نه دي رسیدلي.
په همدې حال کي خانجان الکوزي هغه ګنګوسې چي ګواکي افغانستان به خپلي سوداګرۍ اړیکي د ایران سره پریکړي هم بیځایه وبللی.
د بلي خوا هراتي پانګوال د هوایي دهلیزونو ډیریدل ګټور بولي او زیاتیدو غوښتونکي یې دي.
دا خبري په داسي حال کي کیږي چي د هوایي د هلیزونو د پیل څخه یوازي و هند هیواد ته د صادراتو کچه د ۲۳۰ ملیونه ډالره څخه و ۳۸۰ ملیونه ډالره ته لوړه سوې او د سوداګرۍ خوني د معلوماتو پر اساس د افغانستان سوداګري تیر کال ۵ سلنه وده کړې او و لس سلنه ته لوړ سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون