په هلمند کي د فوټبال فدراسیون مشر رنګین خان دفتاڼی وايي، په دې سیالیو کي شپږ لوبډلي ګډون لري ، چي یو سل او دوه بهترین لوبغاړي به پکښي ولوبیږي.
دی وايي، لوبډلي د دولتي ادارو او ملي تجارانو له خوا سپانسر سوي دي ، چي سیالۍ به تر لسو ورځو دوام وکړي.
د دفټاني په قول ، چي تر لس ورځنیو سیالیو وروسته شل کسیزه منتخبه لوبډله جوړوي او بیا به د زون په کچه سیالیو کي ګډون وکړي ، ترڅو د راتلونکي میوند اتلانو لوبډلې لپاره غوره لوبغاړي انتخاب سي.
د ویلوده چي تردې یو کال د مخه هم د سوپر شپږ غوره لوبډلو ترمنځ ورته سیالۍ پیل سوي وې ، چي دټولو ملاتړ دولتي ادارو او ملي تجارانو له خوا سوی و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون