د پکتیا والي د برید څخه روغ وتلی

د لوګر ولایت په مربوطاتو کي د پکتیا والي د موټرو په کاروان برید سوی.

د پکتیا ولایت د رسنیو دفتر وایي، پکتیا والي نن له کابل څخه پکتیا ته په لاره کي د وسله والو مخالفینو له کمین سره مخ سو چي د امنیتي ځواکونو او ښاغلي والي د ساتونکو له لوري له ټینګ غبرګون سره مخ سو.

خبرپاڼه زیاتوي، چي په ټولنیزو رسنیو کې داسي شایعات خپاره سوي دي چي سلاکار وزیر او د پکتیا والي نن له کابل څخه پکتیا ته په لاره د وسله والو مخالفینو د کمین په ترڅ کې ژوبل سوی دی.

د ولایت مقام په وینا، دا خبره حقیقت نه لري پکتیا والي جوړ روغ او په خپلو کارونو بوخت دی.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...