هغه دوې میرمني چي شک کیږي د کیم جونګ اون د ورور په وژنه کي یې لاس درلود محاکمه سوي دي

خو د اسنادو د نه موجودیت له امله وروستۍ پرېکړه ځنډول سوې ده.

مالیزیايي چارواکو رسنیو ته ویلي دغه دوې ښځي تورني دي چي په هوايي ډګر کي یې د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون د ورور پر مخ کیمیاوي توکي پاشلي دي او هغه یې مسموم کړی دی.

هغه تر مسمومیت لږ وروسته ساه ورکړې ده.

خو دغه مېرمني وايي چي دوی یوازي د یوې تلویزیوني ډرامې لپاره له خلکو سره لوبي کولي او د کیم جونګ اون د ورور په وژنه کې لاس نه لري.

قاضیانو د دغه دوسیې په اړه د لا ډېرو اسنادو د ټولو سپارښتنه کړې ده.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...