پېښه تېره شپه شاوخوا دوولس بجې د کندهار ښار د ۱۱مي حوزې اړوند په دویمه عینو مینه کي رامنځته سوې ده.
د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسول عزیزاحمد عزیزي ویلي، پولیسو په دې ساحه کي له چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف کړی و چي د شنډولو پر مهال یې چاودنه وکړه.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې دوه پولیس وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.
خو یوې امنیتي سرچینې ویلي چي چاودنه د ۱۱مې امنیتي حوزې پر مرستیال نیازمحمد چي په دې ساحه کي له نورو پولیسو سره پر تلاشۍ بوخت و، سوې ده.
د دې پېښې مسوولیت تر دې مهاله چا پر غاړه نه دی اخیستی.
په کندهار کې په دې وروستیو کي د وسله والو بریدونه او د ماین چاودنې ډېر سوې چي ډېری مهال د امنیتي ځواکونو تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله په کې اړوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون