په بادغیس کي د ۲۴ پروژو تړونونه لاسلیک سول

د کرني او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، دغه پروژې د بڼوالۍ، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کي دي چي عملي کارونه به ‌یې د بادغیس په څلورو ولسوالیو کي پیل سي.

نوموړي وویل، په راتلونکي کي به دغه پروژې نورو ولسوالیو ته هم وغځېږي.

د ښاغلي رستمي په وینا، د دغو پروژو د پلي کېدو هدف دا دی څو موجوده ستونزې په ځانګړې توګه د اوبو لګولو په برخه کې سته ستونزې هوارې سي.

د کرني او مالدارۍ وزارت په وینا، د دغو پروژو لګښت ۶۷ میلیونه افغانۍ اټکل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...