د کابل امنیه قومنداني وايي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار شمال لوېدیځ ته پنځمه امنیتي حوزه کي هغه دوه بریدګر ووژل چي د ملي امنیت پر یوه روزنیز مرکز یې برید کړی و.
د دې ادارې ویاند حشمت الله ستانکزي وویل، چي اوس په هغه نیم کاره ودانۍ کې چاڼیز عملیات روان دي چې بریدګرو پکښيمورچل نیولی و او له هغه ځای یې د امنیت پر روزنیز مرکز ډزي کولي.
د هغه په خبره، اوس په سیمه کې نښته نیته.
د نوموړي په خبره، وسلوال ځايي وخت نږدې لس بجې یوې نیم کاره ودانۍ ته ننوتل او د ملي امنیت پر یوه روزنیز مرکز یې ډزي پیل کړي.
حشمت ستانکزی وايي پولیس سملاسي د پېښي ځای ته ورسېدل او شاوخوا سیمه یې کلابند کړه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون