د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي، له افغان حکومت سره پر خپلي کړي ژمني ولاړ دی

د پاکستان د پوځ له خوا نن په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي جنرال قمر جاوید باجوه دغه څرګندوني وروسته له هغه کړي، چي افغان ولسمشر غني پرون په غزني کي د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته په خطاب کې وویل، چي باید له خپلې خاوري د ترورستانو د اوښتو د مخنیوي په برخه کي په خپلو ژمنو عمل وکړي.

افغان چارواکو ویلي، چي پر غزني ښار د وسله والو طالبانو په وروستیو پراخو بریدونو کي د هغوی په لیکو کي د بهرنیانو په ډله کي ګڼ شمېر پاکستانیو وسله والو هم برخه اخیستې وه.

د پاکستاني پوځي مشر په داسې حال کي په افغانستان کي د سولي لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی، چي د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت خپرې کړي خبرپاڼه کي ویلي، تر هغو په افغانستان کي سوله نه سي راتلای څو چي په دې هېواد کي بهرني اشغالګر موجود وي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...