د کوفي عنان بنسټ له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي نن سهار د سویس په پلازمېنه بیرن ښار کې مړی سوی دی.
کوفي عنان د لسو کلونو لپاره یې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه دنده ترسره کړه.
نوموړی د ۲۰۰۱ په میلادي کال د نوبل جایزه هم ګټلې وه.
په همدې حال کي د کوفي عنان بنسټ له لوري په خپره سوي بیان کي راغلي، چي د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي د ور پیښې ناروغی له امله مړ سوی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون