د ارګ لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي ولسمشر غني په هېواد کي د سولي او نورو ملي مسایلو په اړه نن له غرمي مخکي د هېواد د چاپي، تصویري او غږیزو رسنیو له یو شمېر مسٔوولینو سره په ارګ کي مشورتي ناسته کړې ده.
ولسمشر یادو مسٔوولینو ته په خبرو کي ویلي، چې حکومت یې د سولي لپاره طرحي او پلانونه ترتیب کړي او هم یې په دې برخه کي د اسلامي هېوادونو، سیمي او نړیوالي ټولني اجماع تر لاسه کړې ده او همدا علت دی، چي طالبانو په افغانستان کي د جګړې مذهبي صبغه له لاسه ورکړې ده.
د سرچینې په وینا، ولسمشر له مسٔوولینو وغوښتل چي د هېواد د ملي مسایلو په اړه له حکومت سره د ملي اجماع په رامنځته کولو کي هر اړخیزه همکاري وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون