په هلمند کي د ۳۵ کیلومتره کلیوالي سړکونو د جوړیدو چاري پیل سوې

راپور: جواد داوري

د هلمند د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست چارواکي وايي، د یوې مشترکي برنامي له لاري غواړي د نا امنیو له امله لومړي دغه پروژه په لښکرګاه او بیا ولسوالیو کي پلي کړي.

بل خوا د کلي اوسیدونکي ددې پروژې هرکلي کوي او غوښتنه کوي چي د جغل اندازي پر ځاي دي سړکونو په پاخه او اساسي ډول ورته جوړ سي.

دلښکرګاه ښار اړونده دبولان په سیمه کي ددوولس کيلو متره سړک دچغل اندازۍ چاري پیل سوې پرمهال مهال یې دکيلو او پراختيا ریٔس محمد عمر قانع وويل، چی داسړک دکیلو او پراختيا وزارت بودیجي دڅه باندي ديارلس ميلیونه افغانیو په ارزښت چغل اندازي کیږي.

دده په وينا چي دکليو او پراختيا وزارت په بودیجه به ددې دوولس کيلومتره سړک  په ګډون پنځه دیرش کيلومتره سړکان چغل اندازي سي.

دده په وینا چي داسړکان د پنځلس کاري ورځو په جریان کي جوړیږي  او داسړکان دمراحلي حفظ المراقبت دپروګرام له لاري چغل اندازي کیږي.

بلخوا ددې سیمو ملکانو او عامو اوسیدونکو ددې سړک جوړیدل یونیک او بنسټیز ګام وباله دوی غوښتنه کول چي دولت او په ځانګړي توګه دکيلو او پراختيا وزات لخوا دي په کليوالي سیمو کي ورته سړکان د چغل اندازي پر ځاي په پاخه او اساسي ډول ورته جوړ کړي.

دسیمي اوسیدونکي وايي، چي ددې سړک په چغل اندازي کيدو سره به يې مځکي له دوړو غبار او خاوري لیري پاته سي کروندګر به په خپل مځکو حاصلات په ښه توګه  بازار ته ورسوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...