د پېښور ښار د پولیسو په وینا، دا پېښه د دوشنبې په ورځ د دغه ښار په رینګ روډ سیمه کي رامنځته سوې چي په نتیجه کي د (رایل) ټلویزیون خبریال نورالحسن وژل سوی او انځور اخیستونکی ملګری یې ټپي سوی دی.
د خیبر پښتونخوا صوبې د پولیسو مشر صلاح الدین محسود د وسله والو له خوا د خبریال نورالحسن د وژني د پېښې په اړه له اړوندو ادارو یې د څېړنو غوښتنه کړې.
له بلې خوا بیا په خیبر پښتونخوا کي د خبریالانو د اتحادیې (خیبر یونین اف ژرنالېسټس) چارواکو په پېښور کي پر خبریال نورالحسن د برید غندنه کړې او پر امنیتي ادارو یې ږغ کړی چي د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره دي ګامونه پورته کړي.
دا په تېرو دوو میاشتو کې دوهم ځل دی چې وسله وال په خیبر پښتونخوا کې پر خبریالانو برید کوي.
تر دې مخکي په اکتوبر میاشت هم د خیبر پښتونخوا په هریپور سیمه کي یو ځايي خبریال سهیل خان د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل سوی و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون