د سرپل صیاد ولسوالۍ امنیه قومندان او ۵ سرتیري وژل سوي

د سرپل ولایت امنیتي چارواکي وایي چي د یاد ولایت د صیاد ولسوالۍ امنیه قومندان تېره شپه له خپلو دوو ساتونکو سره وژل سوی دی.
د چارواکو په خبره دغه راز د ملي اردو درې سرتېري او اووه طالبان هم وژل سوي دي.
د صیاد ولسوال د دې خبر د پخلي ترڅنګ وویل چي وسله والو طالبانو تېره شپه ۱۱ بجې پر دې ولسوالۍ برید وکړ چي د سهار تر پنځو بجو پورې جګړه روانه وه.
نوموړي وویل، په دې نښته کي څو امنیتي پوستې د طالبانو او پولیسو تر منځ لاس په لاس سوي دي، خو اوس ټولي پوستې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
هغه د یادې ولسوالۍ امنیتي وضعیت نازک وباله او ویې ویل چي حکومت باید دې ولسوالۍ ته پاملرنه وکړي او که چیري  دا ولسوالي سقوط سي، نو ولایت به هم له جدي امنیتي ننګونو سره مخ سي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...