خلیلزاد پاکستاني چارواکو ته: ټرمپ د افغان ستونزي حل کي د پاکستان د جدي همکارۍ غوښتونکی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چي د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کي د یاد هیواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او سیاسي مرستیالي تهمینه جنجوعه سره په جلا ډول لیدلي دي.

سرچینه کاږي چي نوموړي په یادو لیدنو کي له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبري کړي دي او ترې غوښتی یې دي چي د دې بهیر ملاتړ وکړي او د افغان ستونزي په سوله ییز حل کي مرسته وکړي. خلیلزاد په دې لیدنه کي پاکستاني چارواکو ته دا پیغام هم رسولی چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغان جګړې په ختمولو کي له پاکستانه د جدي همکارۍ غوښتونکی دی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...