امریکايي جنرال: په افغانستان کي روانه جګړه یوه بحران ته ننوتې ده

د امریکايي پوځ لوړپوړي جنرال کېنت مککنزي د امریکا د سنا دفاعي کمېټې ته د خبرو پر مهال ویلي چي په افغانستان کي روانه جګړه یوه بحران او خونړي پړاو ته ننوتې ده.

دده په خبره افغان پوځ د سیمو د کنټرول، امنیت او ساتلو په برخه کي کي لاهم ستونزې لري، جګړې شدیدي سوي دي، خونړۍ پېښي ډیري دي او د افغان ځواکونو تلفات هم لوړ سوي دي.

دده په خبره امریکا باید پر نوو لارو چارو فکر وکړي څو وکړای سي په افغانستان کي ۱۷ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

مککینزي همدا راز ویلي چي له افغانستان د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو ایستل خطرناک کار دی، ځکه په دې سره به طالبان بېرته را وګرځي او دغه هیواد به د ترهګرو پر پټنځای واوړي.

دغه امریکایي جنرال د سولي لپاره د خلیلزاد هڅي ستایلي دي او هیله یې ښودلي چي یادې هڅي وکړای سي په افغانستان کي روانه بحراني جګړه پای ته ورسوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...