د ډنمارک حکومت غواړي هغه کډوال یوې لیري جزیرې ته ولیږي چي د کډوالۍ غوښتنې یې رد سوې او یا هم جرمي سابقه لري.
د حکومت دغه اقدام د خلکو تر منځ پراخ غبرګونونه پارولي دي او ان د پارلمان هغو غړو هم په دې اړه اندیښنه ښودلي کوم چي په اکثرو مواردو کي د دولت ملاتړي بلل کیږي.
دوی د حکومت دغه کار د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
دغه کسان به په لیندهولم جزیره کي میشت کیږي.
تېر ميلادي کال دلته د دنمارک د میکروبونو د څېړنو مرکز و او د وېترنرۍ لابراتوارونه پکښي جوړ سوي وو. ویل کیږي چي دغه جزیره به تر ۲۰۲۱ کال پورې له مکروبونو پاکه او تر هغې وروسته به د یادو کډوالو د اوسیدو په مرکز بدله سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون